رئیس پیغام

رئیس پیغام

بسم الله الرحمن الرحیم

د لوی خدای جل‌جلاله په مبارک نوم د تابش پوهنتون د رئیس په توګه دا پیغام د پوهنتون له معززو رهبرۍ غړو علمي کادرونو اداري همکارانو ګرانو محصلینو او ټولو هغو کسانو سره شریکوم چې علم پوهه او فکري ودې ته ژمن دي، تابش پوهنتون د یوه روښانه ستراتېژیک لید پر بنسټ روان دی؛ داسې لید چې موخه یې د علم، اخلاقو، څېړنې او نوښت له لارې د ټولنې د دوامدار پرمختګ لپاره د مسلکي، متعهد او مسؤل بشري ځواک روزنه ده. موږ باور لرو چې معیاري لوړې زده کړې هغه مهال خپل ریښتینی ارزښت پیدا کوي، چې له اسلامي ارزښتونو، ملي هویت او نړیوالو علمي معیارونو سره په بشپړ توازن کې وړاندې شي.

زموږ هڅه دا ده چې د کیفیت‌ محور او نتیجه لرونکی تدریس، عصري درسي نصاب، اغېزمنې څېړنې او انتقادي تفکر د ودې له لارې داسې علمي چاپېریال رامنځته کړو، چې محصل پکې نه یوازې علم تر لاسه کړي، بلکې د فکر، تحلیل، نوښت او مسؤلیت احساس هم وروزل شي، تابش پوهنتون څېړنه د پوهنتوني ژوند اساسي ستنه ګڼي او د علمي مقالو، څېړنیزو پروژو او ټولنیزو مطالعاتو له لارې د ملي او سیمه ایزو ستونزو د علمي حل لپاره کار کوي، موږ ځان د ټولنې پر وړاندې مسؤل بولو او باور لرو چې پوهنتون باید د ټولنیزو بدلونونو مخکښ، د علم تولیدونکی او د انساني خدمت مرکز وي، له همدې امله، د کیفیت تضمین، شفافیت، علمي ازادي، مسلکیتوب او دوامداره پرمختګ زموږ د ادارې بنسټیز اصول دي.

په پای کې، د تابش پوهنتون له محترم مؤسس، د رهبرۍ له درنو غړو، علمي کادر محترمو غړو، قدرمنو اداري کارکوونکو او ګرانو محصلینو څخه صمیمانه مننه کوم، چې په ګډه د دې علمي بنسټ د ودې او اعتبار لپاره هڅه کوي، هیله لرم چې تابش پوهنتون به د علم، اخلاقو او خدمت هغه باوري بنسټ پاتې شي، چې د افغانستان د راتلونکي نسل د ښې روزنې، پرمختګ، ځان بسیاینې او سوکالۍ سبب شي.

والسلام
عبدالحمید سیرت
تابش پوهنتون رئیس

Founder Image