موئسس پیغام

موئسس پیغام

بسم الله الرحمن الرحیم

د لوی خدای جل‌جلاله په توکل او د علم د سپېڅلي ارزښت په درک سره د تابش پوهنتون بنسټ کېښودل شوی دی څو د پوهې، اخلاقو او مسلکیتوب یو داسې علمي بنسټ وي چې د ملي اړتیاوو، نړیوالو معیارونو او اسلامي ارزښتونو ترمنځ متوازنه اړیکه رامنځته کړي. تابش پوهنتون پدې باور رامنځته شوی چې زده کړه یوازې د معلوماتو انتقال نه بلکې د انسان‌ جوړونې، فکري ودې او ټولنیز مسؤلیت د روزنې بهیر دی.  موږ هڅه کوو داسې ځوانان وروزو، چې نه یوازې په علمي او مسلکي ډګر کې وړتیا ولري بلکې د اخلاقو، صداقت، زغم، عدالت او انساني خدمت ژوره روحيه هم ورسره مل وي.

زموږ موخه دا ده چې د معیاري تدریس، علمي څېړنو، نوښت او انتقادي تفکر له لارې د افغانستان د لوړو زده کړو په نظام کې یو مثبت بدلون رامنځته کړو او داسې علمي چاپېریال برابر کړو چې محصل پکې د نړیوالو سیالیو لپاره چمتو کېدو ترڅنګ له خپل اسلامي هویت، ملي ارزښتونو او کلتوري ریښو سره ټینګه اړیکه وساتي.

تابش پوهنتون هڅه کوي د ټولنې په وړاندې خپل مسؤلیتونه اداء کړي، ځکه باور لري چې پوهنتون باید د ټولنیزو ستونزو د حل، د علم د تولید او د انساني پرمختګ یو فعال محور وي. له همدې امله، موږ د کیفیت تضمین، شفافیت، اکاډمیکې ازادۍ او دوامدارې ودې ته ژمن یو.

په پای کې، د تابش پوهنتون له محترم رئیس، د رهبرۍ محترمو غړو، علمي کادر محترمو غړو، محترمو اداري کارکوونکو او ګرانو محصلانو څخه د زړه له تله مننه کوم، چې په ګډه د دې علمي بنسټ د پرمختګ لپاره هڅه کوي، هیله لرم چې تابش پوهنتون به د علم، اخلاقو او خدمت هغه روښانه څراغ وي، چې راتلونکي نسلونه به ترې رڼا اخلي.

والسلام
دوکتور خیر محمد مومند
تابش پوهنتون مؤسس   

Founder Image