پیژندنه

د پوهنځي لنډه پېژندنه

د تابش پوهنتون کمپیوترساینس پوهنځي د له تاسيس سره سم د لوړو زده کړو وزارت لخوا د (15/6/1404) نېټه په رسمي تائيدۍ سره خپل اکاډميک فعالیت پیل کړ.    چې تراوسه يې  ۹۵ تنه نارينه محصلین روزلي او ټولنې ته د خیر رسوونکي خدمت په موخه وړاندې کړي دي.

دغه پوهنځي د دوو (معلوماتي تکنالوژي او مصنوعي ځیرکتیا) څانګو درلودونکی دی چې د دواړو څانګو نصاب د وزارت لخوا منظور او د يو تخصصي ټيم لخوا تدریس کېږي.

د کمپیوترساینس پوهنځي په تشکيل کې يو تن رئيس، دوه تنه د ډيپارټمنټ آمرین، ۶ تنه دايمي،او ۵ تنه قراردادي استادان شتون لري. يو تن تدريسي مدير او يو تن اداري کارمند لري.


لرلید        

 د تابش پوهنتون د کمپیوټر ساینس پوهنځی غواړي چې د معلوماتي ټکنالوژي او مصنوعي ځیرکتیا په برخه کې داسې مسلکي کادرونه وه روزي چې د هېواد د ټکنالوژۍ او پرمختګ په برخه کې اغېزناک رول ولري.

مأموریت

د معیاري زده کړو، علمي څېړنو او نوښت له لارې د معلوماتي ټکنالوژي او مصنوعي ځیرکتیا په برخو کې د باکیفیته تحصیلي فرصتونو برابرول او د کار بازار لپاره د وړ، مسلکي او خلاقو کادرونو روزنه چې د ټولنې د پرمختګ او خدمت لامل شي.

Founder Image