رئیس پیغام

رئیس پیغام

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته،
د کمپیوټر ساینس پوهنځي د رئیس په توګه ما لپاره د ویاړ خبره ده چې د دې پوهنځي د علمي، څېړنیزو او مسلکي هڅو په اړه خپل نظرونه له تاسو سره شریک کړم. د کمپیوټر ساینس پوهنځی هڅه کوي چې د لوړ علمي کیفیت، معیاري تدریس او پرمختللو څېړنو له لارې د ټکنالوژۍ او ډیجیټلي نوښت په برخه کې وړ، ژمن او مسلکي کادرونه وروزي.

دا پوهنځی د مصنوعي ځیرکتیا او معلوماتي ټکنالوژۍ په ډیپارټمنټونو کې د نوې او عصري نصاب، متخصص استادانو او معیاري تخنیکي اسانتیاوو پر بنسټ داسې تعلیمي چاپېریال رامنځته کړی چې محصلین پکې د نظري زده‌کړو تر څنګ عملي مهارتونه، تحلیلي فکر، تخلیقي وړتیا، مسلکي اخلاق او د مسؤلیت احساس ترلاسه کړي. زموږ موخه دا ده چې محصلین د ملي او نړیوال کار بازار اړتیاوو ته چمتو کړو.

د کمپیوټر ساینس پوهنځی تدریس، څېړنه او عملي زده‌کړه د خپلو بنسټیزو ارزښتونو په توګه ګڼي او د علمي نوښت، کیفیت لوړونې، ټکنالوژیک پرمختګ او اغېزمنو اداري اصلاحاتو له لارې هڅه کوي چې د لوړو زده‌کړو په ډګر کې مخکښ رول ولوبوي. موږ هڅه کوو داسې فارغان وړاندې کړو چې د مصنوعي ځیرکتیا، معلوماتي ټکنالوژۍ او اړوندو تخنیکي برخو کې سیال، باوري او ټولنې ته ژمن متخصصین وي.

زه د کمپیوټر ساینس پوهنځي ټولو محصلینو، استادانو او اداري کارکوونکو ته د لا ډېرو بریاوو هیله کوم او ډاډ لرم چې د ګډ کار، همغږۍ او ژمنتیا په مټ به دا پوهنځی د هېواد د علمي او ټکنالوژیک پرمختګ لپاره مهم او اغېزمن خدمتونه ترسره کړي.

په درنښت،
 
نوماند پوهنیار عبدالجلیل دلاور
د کمپیوټر ساینس پوهنځي رئیس

 

Founder Image