د تابش پوهنتون تاریخچه او پېژندنه:
تابش پوهنتون د لوړو زده کړو وزارت د تحصيلي ستراتېژۍ او خصوصي سکتور د ملاتړ په منظور په ( ۲۱/۰۹/۱۳۸۸ ) نېټه د لوړو زده کړو وزارت سره په (۲۱) مه ګڼه ثبت او د څلورو (اقتصاد، حقوق او سياسي علوم، شرعیات او ژورنالیزم) پوهنځیو په لرلو سره يې خپل فعالیت د کابل ښار په لب جر څلور لارې ساحه کې پيل کړ. په کال ۱۳۹۱ هـ ش یې په ميدان وردګ ولایت کې خپله لومړۍ څانګه پرانیسته چې یادې څانګې په دوه اقتصاد او حقوق – سیاسي علوم پوهنځيو کې خپل فعالیت پیل کړ.
په ۰۸/۱۲/۱۳۹۵ نیټه د د لوړو زده کړو وزارت د مثبتې ارزونې په پايله کې تابش له مؤسسې څخه پوهنتون ته ارتقاء وکړه او د (۲۴) مه ګڼه جواز په اساس یې د پوهنتون حيثیت غوره کړ، د ۱۴۰۲ هـ ش کال په وروستیو کې د تابش پوهنتون د امتیاز خاوند او د فعالیت ساحه تغییر او ننګرهار ولایت جلال اباد ښار ته را انتقال شو. چې له نېکه مرغه اوس مهال د ختیځ زون ولسونو ته لا نور هم په معیاري ډول په څلورو ( اقتصاد، کمپیوټر سیانس، شرعیات او حقوق –سیاسي علوم ) پوهځیو کې علمي، تحصیلي او څېړنیز خدمات وړاندې کوي. د علمي چارو د څارنې او ارزونې ریاست د وروستۍ ارزونې له مخې په ډېر ښه حالت کې قرار لري. تابش پوهنتون د خپلې متخصصې ، ژمنې او مخلصې رهبرۍ تر څارنې او لارښوونې او د کارا، مجرب او مسلکي علمي او اداري ټیم په هڅو د تضمین کیفیت او اعتبار ورکولو لومړۍ مرحله د (۵۸.۳۵ فیصده) نمرو په اخیستلو سره په ۱۳۹۶/۰۴/۱۲ نېټه ترلاسه او اوس یې د دویمې او درېیمې مرحلې لپاره د چمتوالي څخه لیدنه ( بازید مخکې له بازنګرۍ ) ترسره شوې او نږدې وخت کې به یې بازنګري ترسره او بشپړ اکاډمیک اعتبار به ترلاسه کړي. ان شاءالله
تابش پوهنتون د پراخه درسي چاپیریال په لرلو سره، معياري درسي خونې، فزیکي کتابتون، بريښنايي کتابتون، حقوقي کلینیک، صحي کلينيک، د رواني مشورو ورکونې مرکز، د سوداګرۍ د نوښتونو مرکز، مسلکي پرمختیا مرکز، د څېړنو لیب، کمپیوټر لیب، هارډویر لب، سافټویر لب، د غونډو معياري تالار او نورې بېلابېلې آسانتياوې لري، تابش پوهنتون خپلو زده کړیالانو ته د غیر نصابي فعالیتونو او عملي زده کړو په موخه له بېلابېلو ملي او نړیوالو معتبرو بنسټونو سره د ګډو همکاریو هوکړه لیکونه لري.، تابش پوهنتون تر اوسه په (۱۹) دورو کې (۳۹۱۳) تنه ښځینه او نارینه ځوانان فارغ او ټولنې ته د خدمت لپاره وړاندې کړي دي او لا هم د هېواد بېلابېلو ارګانونو او اداراتو ته بشري قوه په پوره اخلاص او ژمنتیا سره روزي.
تابش پوهنتون د خپلو علمي کادرونو د څېړنیزو فعالیتونو د نشر لپاره معتبر ملي علمي ـ څېړنیز ژونال لري چې اوس مهال لس ګونه علمي او څېړنېزې مقالې پکې نشر شوې دي او هم یې د استادانو لسګونه څېړنې په نړیوالو متعبرو ژونالونو کې نشر ته سپارل شوې دي، تر دې مهاله د هر پوهنځي علمي او اداري چارې د دوکتورا او ماسټرۍ په کچه د مسلکي او تجربه لرونکو استادانو لخوا پر مخ ځي او ان شاءالله په نږدې راتلونکي کې به د ټولنې اړتیا ته په کتلو سره نورې د لېسانس او فوق لېسانس برنامې هم ایجاد کړي.